۰

افغانستان کې کرکټ بیا ایرلنډ ته ماته ورکړه

شنبی ۱۸ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۴
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په تور بیا ماته ورکړه.
افغانستان کې کرکټ بیا ایرلنډ ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلنډ ملي لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په تور بیا ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او ایریلنډ تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ له تېرو څو ورځو راهیسې په هند کې پیل شوې، چې لومړۍ افغانستان، دوهمه مساوي، درېیمه ایرلنډ او څلورمه بیا هم افغانستان وګټله.

د پرونۍ جمعې (کب ۱۷مې) لوبې پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۲۳ هدف وټاکه.

افغان لوبغاړي په پیل کې ژر ژر یو په بله پسې وسوځېدل، خو د لوبډل مشر اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان ښې توپ وهنې د افغانستان هدف یو څه لوړ کړ.

محمد نبي ۶۴، اصغر افغان ۵۴ او راشد خان ۵۲ منډې جوړې کړې.

خو تر افغان لوبغاړو د ایریلنډي لوبغاړو پیل لا خراب و او تر ډېره یې ونه شوای کولای د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ودرېږي.
د ایرلنډ ټوله لوبډله پر ۱۱۵ منډو وسوځېده او دغه لوبه یې د ۱۰۹ منډو په توپیر سره افغانستان ته وبایلله.

د افغان توپ اچوونکو له خوا افتاب عالم، څلور، راشد دوه، مجیب دوه، نبي و ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، چې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د یو ورځنیو لوبو وروستۍ او پنځمه لوبه سبا یکشنبې په ورځ تر سره شي.

که پنځمه لوبه هم افغانستان وګټي نو دغه لړۍ به د افغانستان په نوم شي خو که یې ایرلنډ ګټي نو مساوي به شي، ځکه تر اوسه دوه افغانستان ګټلې، یوه ایرلنډ او یوه هم مساوي شوې ده.

باید و ویل شي، چې افغانستان تر دې لوبو وړاندې د شل اوریزه لوبو لړۍ هم درې صفر له ایرلنډ څخه ګټلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي