۰

ولسمشر کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ته له رسېدو سره سم د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ پرانسته وکړه او د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره یې کېښوده.
ولسمشر کونړ کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده
ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ته له رسېدو سره سم د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ پرانسته وکړه او د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره یې کېښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني نن چهارشنبې د کب ۱۵ مه د یوه پلاوی په مشرۍ د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد ته ورسېده.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر اسعدآباد ته له رسېدو سره سم د عامې روغتیا ریاست د اداري ودانۍ پرانسته وکړه او د ۲۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره یې کېښوده.

سرچینه زیاتوي، چې پر دغه روغتون به نږدې ۳۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د افغان حکومت له بودیجې ورکول کېږي.

ولسمشر ویلي، چې دغه روغتون د یوه ستر کار پیل دی او په کونړ کې به د خلکو ستونزې حل کړي.

ښاغلي غني د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه کړې چې په کونړ کې د روغتیايي خدماتو په عصري کولو او اسانتیاوو برابرولو کې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر به د کونړ ولایت له مخورو، دیني عالمانو، ځوانانو، مېرمنو او د ټولنې له نورو اقشارو سره هم جلا جلا وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي