۰

د کابل- کندهار لار خلاصه شوې، د کندهار خلک بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري

یکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۲
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار چې په زابل ولایت کې د سختو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوې.
د کابل- کندهار لار خلاصه شوې، د کندهار خلک بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار چې په زابل ولایت کې د سختو واورو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وړمې ورځې راهیسې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه ورېدلي، سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیان اړولی دی.

د کابل – کندهار لویه لار په د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې، د بامیانو او بادغیس تر منځ غځېلې لارې، د سالنګ لویه لار او دغه راز د یو شمېر نورو ولایتونو د ولسوالیو لارې له مرکزونو سره د سختو واورو له امله تړل شوي دي.

په کندهار، هلمند، فراه او هرات ولایتونو کې بیا سخت سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړلي دي.

په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو نېږدې ۲۰ کسان وژلي، ۱۸ ټپیان او لس تنه نور لا هم بې درکه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر وايي، وروستیو سېلابونو نېږدې ۲ زره کورونه نړیولي، چې ۶۰۰ یې یوازې په کندهار کې دي.

دغه اداراه وايي، خلک بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري او که پر وخت مرستې ورته ونه رسېږي ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

خو له تېرې ورځې راهیسې افغان پوځ، پولیسو او د ټولګټو چارو وزارت اړونده ادارو د خلکو د ژغورنې او لارو د خلاصون هڅې پیل کړې دي.

په کندهار کې افغان پوځ زرګونه کسان او هغه کورنۍ ژغورلې، چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ و او یا هم د اوبو په منځ کې پاتې و.

د کابل – کندهار لویه لار چې په زابل کې بنده وه هم د زابل د امنیه قوماندانۍ او د پولیسو د ځانګړې قطعې له خوا د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې او په لارده بند مسافر یې خوندي ځای ته لېږدولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه لار د درنو ورښتونو له امله د زابل او غزني په ځينو ولسوالیو کې تړل شوې وه، خو د امنیتي ځواکونو په مرسته او همکارۍ پرانیستل شوې ده.

د سرچینې په خبره دمګړی پر دغه لار د موټرونو او مسافرو تګ راتګ پیل شوی دی.

پولیسو موټر چلوونکو ته سپارښتنه کړې، چې د سفر پر مهال اړین وسایل له ځان سره ولري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وايي، د سالنګونو لار هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده او پولیس هڅه کوي چې دغه لار هم تر نن ماسپښین پورې د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي.

په ورته وخت د کندهار اوسېدونکي وايي، د کندهار او جنوبي ولایتونو اوسېدونکي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دوی وایي، افغان ځواکونو خلک له خطر څخه ژغورلي، خو نور تر اوسه د حکومت له خوا هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو له افغان حکومت او مرستندویه ټولنو څخه د سېلاب ځپلو کورنیو سره د بېړني مرستې کولو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي