کندهار کې د سېلابونو له امله ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی

12 حوت 1397 ساعت 8:12

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کندهار کې وروستیو سېلابونو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، کندهار کې وروستیو سېلابونو ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په ګډون د هېواد په څو جنوبي ولایتونو کې سخت ورښتونه شوي او سلګونه کورونه یې نړولي دي.

اوچا زیاتوي، چې په کندهار کې د سېلابونو راوتلو له امله ۲۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور هم لادرکه شوي دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

دغه دفتر وايي، په ټول کې د ورستیو ورښتو له امله کابو ۲ زره کورونه ویجاړ شوي، چې ۶۰۰ یې یوازې په کندهار ولایت کې نړېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې لا هم ګڼ خلک بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري او که مرستې ورسره ونه شي، ښايي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

باید و ویل شي، چې پرون افغان هوايي ځواک هم د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ځینې کورنۍ چې په اوبو کې بندې د چورلکو په مرسته ژغورلي دي.

دغه راز د کابل – کندهار پر لویه لار چې د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ مسافر بند پاتې و، د زابل د امنیه قوماندانۍ له خوا ژغورل شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له امله د دوه ماشومانو په ګډون پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 114015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/114015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com