۰
اتمر:

غني نظام خصوصي کوي، د خپلو سیاسي رقیبانو پر وړاندې قهریه قوه کاروي

دوشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۷
د ملي امنیت پخواني سلاکار او د سولې اعتدال ټیم له خوا ولسمشر ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي، حکومت د خپلو سیاسي رقیبانو پر وړاندې قهریه قوه کاروي او دا کار یې یوازې او یوازې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپل سیوري غوړولو لپاره ده.
غني نظام خصوصي کوي، د خپلو سیاسي رقیبانو پر وړاندې قهریه قوه کاروي
د ملي امنیت پخواني سلاکار او د سولې اعتدال ټیم له خوا ولسمشر ته نوماند محمد حنیف اتمر وايي، حکومت د خپلو سیاسي رقیبانو پر وړاندې قهریه قوه کاروي او دا کار یې یوازې او یوازې په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو کې د خپل سیوري غوړولو لپاره ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر چې نن دوشنبې د سلواغې ۲۹ مه یې د سولې او اعتدال د ټیم په مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله و ویل، چې حکومت خپلو سیاسي رقیبانو په ځانګړې ډول په هغه کسانو پسې راخیستې، چې د سولې او اعتدال له ټیم سره دي.

نوموړي د حکومت له خوا له دولتي ادارو د محمد محقق په ګډون د ۱۲ تنو لرې کولو ته په اشارې و ویل، چې حکومت دغه کار یوازې په دې موخه کړی، چې یاد کسان د سولې او اعتدال د ټیم غړي وو.

دی وایي، دا سمه ده، چې اساسي قانون ولسمشر ته د کسانو د ګمارولو او لرې کولو واک ورکړی خو دا واک یې نه دی ورکړی، چې قانون د خپلې سلیقې سره سم وکاروي، او په غیر قانوني کړنو لاس پورې کړي.

ښاغلي اتمر وايي، حکومت نه یوازې دغه کسان له دندو لرې کړې، بلکې د هغوی ژوند یې عملآ له ګواښ سره مخ کړی، ځکه هغه امنیتي وسایل یې هم ترې اخیستي، چې د امنیت ساتنې په موخه یې ورکړل شوي وو.

د سولې او اعتدال ټیم مشر و ویل«ولسمشر غني په دغه ډول کارونو سره نظام خصوصي کول غواړي، د خپلو سیاسي رقیبانو پر وړاندې قهریه قوه کاروي، چې ښه بېلګه یې د جنرال صیب جرآت د کور محاصره کول دي، زه په داګه وایم، که دغه کسانو ته کوم زیان ورسېږي، لومړی درجه مسوول یې ولسمشر دی.»

محمد حنیف اتمر زیاته کړه چې د حکومت دغه ډول کړنې نه یوازې غیر قانوني او غندي یې بلکې خبرداری یې ورکړ، چې په دې ډول کړنو سره په لوی لاس غواړي هېواد بحران ته بوځي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دی او ټيم به یې د حکومت د دغه غیر قانون کړنو پر وړاندې په خپل ټول توان سره ودېرېږي او د حکومت پر اعمالو به د څار لپاره یو کمېسیون جوړ کړي، چې وخت په وخت ولس ته د حکومت د غیر قانوني کړنو په اړه معلومات ورکړي.

دغه راز محمد حنیف اتمر تېرې پارلماني ټاکنې هم له درغلیو ډکې او معترض نوماندان یې په حقه وبلل او ویې ویل، چې د تېرو پارلماني ټاکنو په اړه باید جدي پلټنې وشي.

بل خوا ښاغلي اتمر د لویې مشورتي جرګې جوړېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه جرګې د جوړېدو اجنډا او هدف باید معلوم وي او له دې سیاسی او انتخاباتي ګټه وانخستل شي.

نوموړی زیاته کړه، چې د لویې مشورتي جرګې په جوړېدو، اجنډا او داېرېدو باید له سیاسي مشرانو، مدني ټولنې او د ولس له ریښتینو استازو سره سلا مشورې وشي او وروسته جوړه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي