۰

بغلان کې د طالبانو اکمالاتي مسوول نیول شوی دی

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د اکمالاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.
بغلان کې د طالبانو اکمالاتي مسوول نیول شوی دی
 سیمه ییز امنیتي چارواکي په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو د اکمالاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان د امینه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وايي، دغه کس د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

نوموړي نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه و ویل، چې پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د بغلان لپاره د طالبانو اکمالاتي مسوول د مرکز پلخمري ښار د حسین خيلو له سیمې نیولی دی.

د هغه به وینا له دې کس سره څخه دوه میله کلاشنکوف، یو میل تومانچه، ۲۵ فیره د راکټ مرمۍ، او کابو ۱۵۰۰ ډزه د پیکا مرمۍ هم تر لاسه شوې دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند د نیول شوي کس د نوم او هویت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي