۰

حنیف اتمر کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره هم لیدلي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره هم لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
حنیف اتمر کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره هم لیدلي
 ولسمشریزه ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره هم لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي اتمر نن دوشنبې د سلواغې ۲۲ مه د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره وکتل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د مسکو بین ‌الافغاني ناستې د محتویاتو، سولې بهیر او د راتلونکو ټاکنو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار په دغه لیدنه کې ویلي له نړیوالې ټولنې او نړیوالو شریکانو غواړي چې د سولې پروسې په بریالیتوب کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د انتخاباتي نظام د اصلاح له‌ پاره چې د ولسمشرۍ ریاست نوماندانو کومه طرحه ارګ ته لېږلې، ولسمشر باید هغه په پام کې ونیسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې کتنې په پای کې د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر حنیف اتمر، د اروپایي ټولنې له سفیرانو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو په موخه نړیواله ټولنه د ټاکنو پر بهير د څارنې ميکانيزم پیاوړی کړي.

باید و ویل شي، چې ښاغلي اتمر پرون په کابل کې د امریکا له سفیر جان باس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم لیدلي وو.

ښاغلي اتمر له دغه امریکايي چارواکو سره هم پر افغان سوله، ټاکنو او یو لړ نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي