۰

اتمر، د امریکا له سفیر او د بهرنیو ځواکونو له قوماندان سره کتلي

دوشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له سفیر جان باس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.
اتمر، د امریکا له سفیر او د بهرنیو ځواکونو له قوماندان سره کتلي
د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر په کابل کې د امریکا له سفیر جان باس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر له باس او مېلر سره پر افغان سوله خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې باس او مېلر د ښاغلي اتمر دفتر ته ورغلي و او د افغان سولې په اړه یې اوږدې او مفصلې خبرې ورسره کړې دي.

ښاغلي اتمر په دغه لیدنه کې د مسکو د غوندې په اړه ویلي، چې په دې کنفرانس کې د افغان سولې په اړه اوږدې خبرې شوې دي او دغه غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهم وه.

د هغه په وینا له طالب لوري سره یې په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری وښيي او په دې توګه روانه جګړه ختمه کړي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې، چې د مسکو په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې په راتلونکې ورته ناسته کې باید د افغان حکومت استازي هم حضور ولري.

سرچینه وايي، امریکایي نظامي او سیاسي چارواکو هم په دې لیدنه کې د افغان سولې په اړه پر هڅو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولې هڅو ملاتړ کوي.

باس او مېلر پر داسې مهال له ښاغلي اتمر سره ګوري، چې پرون کابل کې د امریکا سفیر له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم پر افغان سوله او د مسکو پر غونډه خبرې کړې وې.

ښاغلي کرزي هم ویلي و، چې د مسکو په غونډه کې پر بین الاافغاني مذکراتو ټینګار وشو، خو په وینا یې د نړۍ ستر هېوادونه هم باید د بین الاافغاني خبرو لپاره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي