۰

غزني: په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي

یکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۵
د غزني د ولایت شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني: په ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه شوي
د غزني د ولایت شورا چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۲۱ مه د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقري وايي، پېښه د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې ۷ تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي، چې په مړو شویو کسانو کې څلور تنه د مسافر وړونکي موټر سورلي او درې تنه هم د باروړونکي موټر سورلي ده.

په ورته وخت کې د غزني د ملکي روغتون کارکوونکو ویلي دوی ته د پېښې له ځایه شپږ جسدونه او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

دا په تېرو ۸ ورځو کې د کابل – کندهار پر لویه لار څلورمه ترافیکي پېښه ده، چې رامنځ ته کېږي او ډېری یې د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکو موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځ ته کېږي.

تر دې څو ورځې وړاندې کابل کې د کندهار اډې ته څېرمه په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ، تر هغې دوه ورځې وروسته د کابل د کمپنۍ له پله لږ پورته یوه ۳۰۳ موټر دوه تنه و وهل او تر هغې دوه ورځې وروسته بیا هم د کمپنۍ د قلعه عبدالعلي په سیمه کې یو ۳۰۳ ډوله موټر له څو نورو موټرو سره ټکر وکړ، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه و وژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي