۰

د افغان پوځ شپږ تنه منسوبین په بند محکوم شول

یکشنبه ۷ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۰
د افغان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول رادو شپږ تنه منسوبین د جګړې له میدانه د تېښتې په تور د محکمې له خوا په تنفذي بند محکوم شول.
د افغان پوځ شپږ تنه منسوبین په بند محکوم شول
د افغان پوځ د ۲۰۹ شاهین قول رادو شپږ تنه منسوبین د جګړې له میدانه د تېښتې په تور د محکمې له خوا په تنفذي بند محکوم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، د دغه منسوبینو علني محکمه پرون شنبې د سلواغې ۶ مه تر سره شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د پوځ شپږ تنه منسوبین، تورن عبدالجمیل د ټولي قوماندان، سید حسین، سیف الرحمن، امام داد، او نجیب الله بریدملان او امان الله چې د د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوهمې لوا د شپږم کنډک سرتېری و، د جګړې پر مهال د تېښتې په تور د نظامي محکمې له خوا په بند محکوم شول.

خبرپاڼه وایي، د دغه منسوبینو د محکمې پر مهال د شاهین قول اردو ټولو منسوبانو شتون درلود، چې د قضايي پلاوي له خوا ورته د یوه یوه کال تنفذي بند سزا واورول شوه.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو زیاته کړې د محکمې دغه حکم قطعي نه دی او تورن کسان کولی شي د استناف محکمې غوښتنه هم وکړي.

باید و ویل شي، چې د عسکري قانون له مخې د جګړې له میدانه تېښته جرم ګڼل کېږي او د هغو مرتکبین د قانون سره سم مجازات کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي