۰

حکمتیار هم د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه

شنبی ۲۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماند په توګه رسمآ نوم لیکنه وکړه.
حکمتیار هم د ولسمشرۍ د نوماند په توګه نوم لیکنه وکړه
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماند په توګه رسمآ نوم لیکنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار نن شنبې د مرغومي ۲۹ مه له غرمې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ورغی او ځان یې د راتلونکي نوماند ولسمشر په توګه ثبت کړ.

د اسلامي حزب د مشر لومړی مرستيال فضل هادي وزين، چې له ترک ټبر څخه دی او دوهم مرستیال یې حفيظ الرحمن نقي دی، چې په خټه تاجک دی.

د حکمتیار د انتخاباتي ټیم تر ثبت وروسته نوموړي رسنیو ته په خبرو کې و ویل، هڅه یې کوله، چې ځینې نور ګوندونه هم ورسره ملګري کړي او په ګډه ټاکنیز ټکټ رامنځ ته کړي، خو په پای کې کار دې ځای ته ورسېده، چې ځانګړی ټاکنیز ټکټ ولرم او ځان نوماند کړم.

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې دا هم و ویل، چې دی هم په نظام کې د ژور بدلون غوښتونکی دی، خو دا بدلون به د صدارتي یا فدرالي نظام رامنځ ته کول نه وي.

هغه ټینګار وکړ، چې صدارت او فدرالي نظامونه په اوسنیو شرایطو کې د هېواد په ګټه نه دي ځکه تجزیې ته لار برابروي نو ځکه یې دی هم پلوي نه دی.

نوموړي پر اوسني حکومت هم تور پورې کړ، چې په فساد کې تر ستوني غرق دی، د سولې لپاره اراده او دغه راز افغانستان له ناخوالو راایستلو ته ژمن نه دی.

د اسلامي حزب مشر و ویل، چې د بریا په صورت کې به په نظام کې پراخ بدلونونه راولي خو دغه بدلونه به د قوم او حذب پر بنسټ نه بلکې داسې بدلونونه وي، چې وکولای شي افغانان پر یوه ټغر راټول او له روانو ستونزو یې راوباسي.

هغه له بل سیاسي جریان یا ګوند سره د ګډ یا ائتلافي ټکټ په اړه و ویل، چې په افغانستان کې ائتلافونو پایلې نه لرې او ژر مات شوي نو ځکه یې له چا سره ائتلاف ته زړه ښه نه کړو.

باید و ویل شي، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به د سبا یکشنبې مرغومي ۳۰ مې تر پای پورې دوام وکړي.

کمېسیون خبردارۍ ورکړی، چې دغه مهال وېش نور نه شي تمدیدای او څوک چې غواړي نوم لیکنه وکړي باید د سبا ورځې تر پای پورې ورشي.

د یادونې وړ ده، چې تر اوسه پورې د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي اتمر په ګډون ۱۰ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوماند په توګه نوم لیکنه کړې ده.

ویل کېږي د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، د ملي وفاق ګوند مشر احمد ولي مسعود به هم نن کمېسیون ته ورشي او نوم لیکنه به وکړي.

دغه راز کېدای شی ولسمشر غني او داکتر عبدالله هم نن یا سبا کمېسیون ته ورشي او خپل نومونه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ثبت کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي