۰

ښايي خلیلزاد او طالب استازي اسلام آباد کې سره وګوري

پنجشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
پاکستاني رسنۍ وايي، احتمال شته، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي په اسلام آباد کې بیا د سولې خبرې پیل کړي.
ښايي خلیلزاد او طالب استازي اسلام آباد کې سره وګوري
پاکستاني رسنۍ وايي، احتمال شته، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي په اسلام آباد کې بیا د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې خلیلزاد پرون چهارشنبې اسلام آباد ته په پنځه ورځني سفر تللی دی.

ډان ورځپانه وايي، هڅه کېږي، چې خلیلزاد او طالبان په اسلام آباد کې سره وګوري او پر افغان سوله خبرې وکړي.

دغه ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ډاکتر محمد فیصل له قوله وايي، چې دوی د خلیلزاد او طالبانو د کېدونکې ناستې په اړه معلومات نه لري.

خو ورځپاڼه د ځینو سرچینو په وینا لیکي، چې پاکستاني حکومت د طالبانو مشرتابه ته یو پیغام لېږلی او ترې غوښتي یې دي، چې راروانه اوونۍ په اسلام آباد کې د امریکا له استازو سره ناسته او خبرې وکړي، تر څو د سولې درېدلې خبرې بیا پیل شي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، چې له خلیلزاد سره ګوري که نه، خو سرچینې وايي، تمه شته، چې د خلیلزاد او طالب استازو ناسته وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد هم پرون کابل کې اسلام آباد ته تر روانېدو وړاندې د امریکا سفارت کې خبریالانو ته و ویل، هیله لري، چې طالبان به د سولې خبرو ته کېني.

هغه ټینګار کړی و، چې که طالبان سوله کوي، نو دوی خبرو ته چمتو دي، خو په وینا یې که جګړه کوي نو امریکا جګړې ته چمتو ده او له افغانستان به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د احتمالي ناستې راپورنه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې دا مهال د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي