ځانګړو ځواکونو سمنګان او تخار کې وسله وال نیولي

26 جدی 1397 ساعت 10:43

د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، ځانګړو افغان ځواکونو سمنګان او تخار ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د ډلې پنځه غړي نیولي دي.


د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، ځانګړو افغان ځواکونو سمنګان او تخار ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د ډلې پنځه غړي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي، درې وسله وال، ضیاالحق، امرالدین او محمد مراد په سمنګان ولایت کې ځانګړو ځواکونو نیولي دي.

سرچینه وایي، دغه درې وسله وال د طالبان د نظامي کمېسیون د مسوول ملا انس له خوا طالبانو ته جذب او د سمنګانو خرم سارباغ ولسوالۍ ته د ترهګریزه فعالیتونو په موخه لېږل شوي و خو وړاندې تر دې چې فعالیت پیل کړي ځانګړو ځواکونو ونیول.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، محمد سرور چې مستعار نوم یې سیف الله او شکرالله چې مستعار نوم یې جبیر دی په تخار ولایت کې نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، دوی د تخار په مرکز تالقانو کې د ترهګرو فعالیتونو مسوولیت درلود، چې د یو میل کلاشنکوف او یوه اندازه نظامي مهماتو سره د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو زیاتوي، پنځه واړه نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پلټنې ترې روانې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سمنګان
 
 


د مطلب کود: 112468

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112468/

جمهور
  https://www.jomhornews.com