افغان پوځ فاریاب کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي

26 جدی 1397 ساعت 10:34

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک فاریاب ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن چهارشنبې د مرغومي ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان پوځ پرون د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د آدم قلعه په سیمه کې پر طالبانو هوايي برید وکړ.

سرچینه وايي، په دغه هدفمند او دقیق برید کې چې د طالبانو پر یوه غونډه شوی، د یوه قوماندان ابوطلحه په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com