۰

پاکستان کې افغان سفیر دغلته د افغان بندیانو د خلاصون په لټه کې دی

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل هڅه کوي، د پاکستان زندانونو کې د بندي افغانانو د خلاصون لارې چارې ولټوي.
پاکستان کې افغان سفیر دغلته د افغان بندیانو د خلاصون په لټه کې دی
پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل هڅه کوي، د پاکستان زندانونو کې د بندي افغانانو د خلاصون لارې چارې ولټوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مشعل ویلي د افغانستان او پاکستان تر منځ د زندانیانو د تبادلې خبره کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال شوې ده.

نوموړي ویلي دواړو لورو د بندیانو پر خوشي کولو رضایت ښودلی او له همدې امله دی هڅه کوي، چې بندیان تبادله او یا هم خوشي شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د افغان سفیر له قوله ویلي، چې دا مهال په دواړو هېوادونو کې یو شمېر بندیان پر ډېرو وړو ډوله جرمونو بندیان دي، چې باید خوشي کړای شي.

اسلام آباد کې افغان سفیر وايي پښور کې مېشتو افغان کډوالو ته خبرو کې ویلي د سفارت ټیم به د پاکستان پر بېلابېلو بندخونو وګرځي او د دغه بندیانو پوښتنه او معلومات به راټول کړي.

ښاغلي مشعل زیاته کړې، چې ان خپله به پاکستان کې پر زندانونو وګرځي او د زندانو معلومات به تر سره کړي، تر څو یې د خلاصون لارې چارې ولټول شي.

بل خوا ښاغلي مشعل ویلي، چې تورخم دروازه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا له افغانانو سره د ناوړه چلند په اړه یې یاده موضوع ان د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه کړې ده.

د هغه په وینا پاکستان ته د تګ راتګ پر مهال د افغانانو د ستونزو موضوع به د خیبرپښتونخوا له چارواکو سره هم شریکه کړي او حل لارې به ورته ولټوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي