۰

جرمني یو افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی

چهارشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۴
جرمني وايي، یو افغان یې چې د دغه هېواد تابعیت هم لري، ایران ته د جاسوۍ په تور نیولی دی.
جرمني یو افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی
جرمني وايي، یو افغان یې چې د دغه هېواد تابعیت هم لري، ایران ته د جاسوۍ په تور نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني فدرات څارنوال ویلي نیول شوی افغان عبدالحمید ایس نومېږي او ۵۰ کلن دی.

هغه زیاته کړې، چې عبدالحمید ایس د جرمني په پوځ کې یې خدمت کاوه او د جرمني لوېدیځ راینلنډ کې نیول شوی دی.

د څارنوال په خبره نوموړي د پوځ د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کاوه او ګومان کېږي چې د کار په موده کې یې د ایران له یوې استخباراتي ادارې سره تماس درلود.

په ورته وخت کې د جرمني شپېګل مجلې لیکلي چې عبدالحمید له کلونو راهیسې د ایران لپاره جاسوسي کوله او د جرمني د افغانستان د پوځي ماموریت حساس او درجه بندي شوي معلومات یې لیدلی شوای.

ایران تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي