د کوورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو چارواکي وايي، د کابل د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د شوي برید له امله ۱۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید تېره شپه (د مرغومي ۲۴مه) د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د ګرین وېلج په نوم په یوه کمپ تر سره شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، برید موټر بم ځانمړګی و، چې د یاد کمپ له دېوال سره چول شوی دی او موخه یې د بهرنیانو یو مېلمستون و.
د یاد وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوی، چې په دغه برید کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، د پېښې له ځایه روغتونو ته ۱۱۳ ټپیان وروړل شوي، چې ۲۴ په کې ماشومان او ۱۴ مېرمنې دي.
د ګرېن وېلېج کمپ کې د ننه نادولتي موسسې او د بهرنیانو استوګنځي شته خو ورسره ډېر نژدې ملکي کورونه هم دي، چې سخت زیان یې ورته اړولی دی.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او په کې یې د ګڼو بهرنیو او کورنیو سرتېرو د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د نومبر میاشتې پر ۲۹ مه هم د اوسني برید ځای ته نېږدې د جي فور اېس په نوم پر برتانوي شرکت برید کې د څلورو بهرنیانو په ګدون لس کسان وژل شوي او د یوولسو نېپالیانو په پنځو برتانویانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان وو.
جمهورخبري آژانس:کابل