۰

کابل پولیسو ۱۱ جنايي مجرمان نیولي دي

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو کابل ښار کې ۱۱ تنه پر بېلا بېلو جنايي جرمونو تورن مجرمین نیولي دي.
کابل پولیسو ۱۱ جنايي مجرمان نیولي دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو کابل ښار کې ۱۱ تنه پر بېلا بېلو جنايي جرمونو تورن مجرمین نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په تېرو دوه ورځو کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو په غلا، وسله والو نښتو، او چپاولګرۍ کې لاس درلود، چې د کابل ښار په پنځمه، اوومه او اتمه حوزو کې نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه کسانو کې دوه حرفوي غله هم شامل دی.

خبرپاڼه وايي، دغه کسان په ۱۳ مه حوزه کې له یوې عرادې غلا شوي موټر او دوه میله وسلو سره نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي