۰

زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره چین ته تللی دی

دوشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۳
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره چین ته رسېدلی دی.
زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره چین ته تللی دی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر افغان سوله د خبرو لپاره چین ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین ته د ښاغلي خلیلزاد د سفر موخه دا ده، چې د دغه هېواد له چارواکو سره پر سوله خبرې وکړی او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چین ته تر تلو مخکې یې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې له ښاغلي محب سره یې خبرې رغنده وې او په ګډه د سولې لپاره هڅې کوي.

باید و ویل شي، زلمي خلیلزاد چین ته تر سفر وړاندې هند ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي