۰
مشرانو جرګه:

پر اسدالله خالد لګېدلي تورنه بې بنسټه سیاسي او مغرضانه دي

یکشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۹
مشرانو جرګې د ملي دفاع پر سرپرست وزیر اسدالله خالد د بشري حقونو د نړیوال سازمان له خوا لګېدلي تورونه بې بنسټه، سیاسي او مغرضانه وبلله.
پر اسدالله خالد لګېدلي تورنه بې بنسټه سیاسي او مغرضانه دي
مشرانو جرګې د ملي دفاع پر سرپرست وزیر اسدالله خالد د بشري حقونو د نړیوال سازمان له خوا لګېدلي تورونه بې بنسټه، سیاسي او مغرضانه وبلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې مرغومي ۲۳ مې په غونده کې و ویل، چې پر ښاغلي خالد لګېدلي تورنه ځکه بې اساسه بولي، چې په وینا یې که هم نوموړی تورن و نو ولې د بشري حقونو نړیوال سازمان هغه مهال چې خالد پر کور ناست و دغه موضوع نه پورته کوله.

د مشرانو جرګې رییس وايي، دا چې اوس د ملي دفاع وزارت د سرپرست د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي اقدامات کوي، او دغه اقدامات یې د خلکو له هرکلي سره مخ نو تورونه پرې لګول کېږي.

نوموړي و ویل، چې د بشري حقونو د نړیوال سازمان دغه راپور کاملآ سیاسي دي او غواړي په دې ډول د افغانستان ولس باندې رواني اوسیاسي فشارونه تحمیل کړي.

د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم اېزدیار هم د بشري حقونو د نړیوال سازمان دغه راپور او اتهامات بې بنسټه، تخریبونکي، مغرضانه وبلل او زیاته یې کړه دغه سازمان غواړي په دې ډول راپورونو سره د ښاغلي خالد فعالیتونه سبوتاژ او د هغه ځای د ولس په منځ کې کم کړي.

دغه راز نورو سناتورانو هم ورته څرګندونې کولې او ویل یې که چېرې پر ښاغلي خالد لګېدلو تورنو بنسټ درلود نو ولې د بشري حقونو سازمان هغه مهال چې خالد په کور ناست و او بهرنیو هېوادونو ته یې تګ راتګ کاوه نه راپورته کول.

د بشري حقونو نړیوال سازمان دغه راپور د عام ولس له خوا هم په کلکو ټکو غندلی شوی او دغه راپور یې بې بنسټه او تخریبوونکی بللی دی.

د خواله رسنیو کارکوونکي وايي، د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد یو پر هېواد او ولس مین سړی دی او همدغه د افغان دښمنانو ضد دریځ یې دی، چې د افغانستان سیمه ییز او نړیوال دښمنان یې نه شي زغملی.

د خواله رسنیو کارکوونکي د بشري حقونو پر نړیوال سازمان دا نیوکه هم کوي، چې د افغانستان دښمنان له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې بې ګناه افغان وژني خو دغه سازمان یې په اړه چوپه خوله دی.

دغه راز دوی وايي، بهرنیو ځواکونو هم په وار وار په افغانستان کې بې ګناه افغانان وژلي خو دغه سازمان یې بیا هم په اړه څه نه وايي.

باید و ویل شي، چې د بشري حقونو نړیوال سازمان پرون یو راپور خپور کړی او په هغه کې یې ښاغلي اسدالله خالد د کندهار او غزني د ولایت پر مهال د شخصي زندانونو په لرلو او خلکو سره په زور زیاتي تورن کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې اسدالله خالد نېږدې درې اوونۍ وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ملي دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

هغه د خپلې معرفۍ په مراسمو کې و ویل، چې نور به د افغانستان او افغان ولس پر دښمن رحم نه کوي، او دغه پخواني شعار ته چې سر ورکو سنګر نه ورکو، په دې شعار چې سر یې وهو او سنګر یې نیسو بدلون ورکوو.

خالد دا هم و ویل، چې سوله غواړي او سوله یې لومړیتوب دی، خو که چېرې وسله وال مخالفین سولې ته حاضر نه شي نو د دغه په خبره کږې خولې په سوک سمېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي