۰

افغانستان د نوري فايبر له لارې د (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، افغانستان د نورې فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان د نوري فايبر له لارې د (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ
افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، افغانستان د نورې فايبر له لارې د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) غړيتوب تر لاسه کړ.

د جمهور خبري آژانس د له مخې یاد وزارت نن شنبې د مرغومي ۲۲ مه په یوه خبرپاه کې ویلي، د شرقي اسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژې (TASİM) له لارې نوري فايبر د جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ پورې غځېږي او د دغې پروژې له لارې نوري فایبر له افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېریږي.

خبرپاڼه وايي، د افغانستان د ماليې سرپرست وزیر محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اريوبي، په اذربایجان کې د افغانستان، اذربايجان او ترکمنستان د لوړ پوړو چارواکو په ګډه درې اړخيزه ناسته کې د يادې پروژې د عملي کېدو په اړه خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، یوه ګډه تخنيکي کمېټه به د اذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ د دغې پروژې د عملي کېدو په موخه د پروژو د تخنيکي چارو او درې اړخيزه هوکړه لیک پر برابرولو کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي