۰

لیبیا کې د داعش د جنګیالیو ډلیز قبر موندل شوی دی

شنبی ۲۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د لیبیا امنیتي سرچنیو په دې هېواد کې د داعش جګړه مارو د یوه ډلیز قبر د موندولو ویلي، چې په کې د دغه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ځانګړي استازي ابونبیل الاآنباري جسد هم په کې شامل دی.
لیبیا کې د داعش د جنګیالیو ډلیز قبر موندل شوی دی
د لیبیا امنیتي سرچنیو په دې هېواد کې  د داعش جګړه مارو د یوه ډلیز قبر د موندولو ویلي، چې په کې د دغه ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د ځانګړي استازي ابونبیل الاآنباري جسد هم په کې شامل دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لیبیا یوې امنیتي سرچینې ویلي، دغه قبر د هېواد ختیځ لور ته د درنه ښار په الفتائح سیمه کې موندل شوی دی.

سرچینې ویل په دغه قبر کې کابو ۵۰ جسده دي، چې یو هم په کې د داعش د یوه والي او د البغدادي د ځانګړي استازي ابونبیل الفتائح جسد هم په کې دی.

ابونبیل په اصل کې د عراق اوسېدونکی و او به ۲۰۱۵ کال د نوامبر په ۱۴ مه د درنه ښار کې د امریکايي ځواکنو په یوه برید کې له خپلو شپږو ملګرو سره و وژل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي