دفاع وزارت د ۸۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی

20 جدی 1397 ساعت 11:09

ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو یرغلیز او پلان شویو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ګډو یرغلیز او پلان شویو چاڼیزو عملیاتو کې ۱۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوی، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، کاپیسا، پکتیکا، میدان وردګ، خوست، غزني، دایکنډي، زابل، اروزګان، فراه، بادغیس، غور، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې عملیات تر سره کړي.

سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۵ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او ۱۴ تنه یې د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت په دغه عملیاتو او جګړو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112279

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112279/

جمهور
  https://www.jomhornews.com