د بلخ او ترکیې تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو

19 جدی 1397 ساعت 9:40

د افغانستان د بلخ ولایت او ترکیې تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو، چې د لومړي ځل لپاره به پرې پنځه ټنه وچه مېوه صادره شي.


د افغانستان د بلخ ولایت او ترکیې تر منځ هم هوايي دهلېز پرانستل شو، چې د لومړي ځل لپاره به پرې پنځه ټنه وچه مېوه صادره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوايي دهلېز نن چهارشنبې د مرغومي ۱۹ مه د افغان او ترکي چارواکو له خوا په رسمټي ډول پرانستل شوی دی.

چارواکي وايي، دا دهلیز به افغانستان د ترکیې له لارې له نورو اروپایي هېوادونو سره ونښلوي.

ویل کېږي، نن په لومړي ځل له همدې لارې دوه ټنه ممیز او درې ټنه وچ توت له مزار شریف نه لندن ته استول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 


د مطلب کود: 112230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com