خوست کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

18 جدی 1397 ساعت 13:43

سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ملکي وګړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ملکي وګړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د مرغومي ۱۸ مه د خوست ښار د ننه سپین جومات ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي د سړک د غاړې په یوه درول شوي موټر سایکل کې اېښودل شوي و، چې چاودنې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست د ولایتي روغتون چارواکو ویلي د پېښې له ځایه دوی ته یو مړی او ۱۶ ټپیان وروړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

بل خوا د بابري ګل او متون بابا په نومونو شخصي روغتونو ته هم لس تنه ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:خوست

 
 


د مطلب کود: 112201

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112201/

جمهور
  https://www.jomhornews.com