۰
یونس قانوني:

صلاح الدین رباني د عبدالله په هڅونه له اشرف غني سره معامله کړې

سی شنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشورې پرته د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله په هڅونه له ولسمشر غني سره معامله کړې ده.
صلاح الدین رباني د عبدالله په هڅونه له اشرف غني سره معامله کړې
د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشورې پرته د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله په هڅونه له ولسمشر غني سره معامله کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې شپې راهیسې قانوني ته منسوب یو غږیز پیغام په خواله رسنیو ښکته پورته کېږي، چې نوموړی په دې دغه څرګندونې کوي.

قانوني په دې غږیز پیغام کې وايي، چې دی او د جمعیت ګوند ځینې نور مهم غړي د نظام د جوړښت د بدلون په موخه د محمد حنیف اتمر په انتخاباتي ټکټ کې شامل شوي، خو په وینا یې صلاح الدین رباني، چې د جمعیت ګوند مشر دې له مشورې پرته د عبدالله په هڅونه له ولسمشر غني سره معامله کړې ده.

هغه په دې پیغام کې ویلي«جریان په دې ډول دی، چې تر نن پورې ورستۍ پرېکړه نه ده شوې، پرېښې موده چې په ډلیز ډول یوه پرېکړه وشي، د جعیت شورا په رهبري کې استاد عطا، ما، امیر صاحب اسماعیل خان، بسم الله خان، احمدي صاحب او د جمعیت نور مشران په دې عقیده دي، پرته له دې چې شخص څوک وي، څوک زموږ د ملاتړ وړ دی، موږ دا ځل ستراتېژیک هدف د نظام د جوړښت بدلون دی، هیله ده په دې برخه کې دقیقت وکړۍ، زموږ لپاره معاونیت پرته د نظام د جودښت د بدلون څخه هېڅ مانا نه لري، ریاست موږ او تاسو ته نه رسېږي، ستراتېژیک هدف همدا دی، چې ریاستي نظام باید په نیمه ریاستي بدل شي، یعنې ولسمشر درې مرستیالان ولري، ریاست اجرائیه په صدرات واوړي، د صدارت صلاحیتونه مشخص شي، والیان نیمه انتخابي شي او یوه عالي مشورتي شورا چې ټول رهبران په کې راټول وي جوړه شي.»

قانوني وړاندې وايي، دغه څلور وړاندیزونه یې کړي او دا د جمعیت ګوند د برنامو اساسي بنسټ دی او هر نوماندان چې دغه طرحه ومنله ملاتړ به ترې وشي.

نوموړي زیاتوي دغه راز د جهاد او مقاومت له حوزې هم باید یو کاندید ولرو تر چې دغه داعیه او بیرغ وساتی او له دې حوزې احمد ولي مسعود نوماند دی، چې موږ ملاتړ ترې کو.

دی وايي، د آمر صاحب ورور احمد ولي مسعود د دوی د ملاتړ وړ دی ځکه هغه له دوی دی او دوی باید ترې ملاتړ وکړي په داسې حال کې په پایله یې هم پوهېږي.

هغه وړاندې زیاته کړې«دې خواته دوه نوماندان پاتې کېږي، ډاکتر غني او اتمر، ډاکتر غني د نظام جوړښت له بدلون سره قطعآ مخالف دی او وايي، د نظام د جوړښت تغیر ورته سره کرښه ده، ښاغلي اتمر بیا د جمعیت له طرحې سره سل په سله موافق دی او تایید کړې یې ده، په همدې خاطر ما، استاد عطا، امیر حاصب اسماعیل خان او د جمعیت ځینو نورو مشرانو پرېکړه کړې، چې له اتمر څخه موافقت پاڼه واخلو، لاسلیک یې واخلو، لازمه ګرنټي ترې واخلو، ځکه غني ملاتړ نه کوي، او یوازې اتمر دی، چې کولای شي، غني له ارګه وباسي.»

د جمعیت ګوند د مشرتابه دغه غړی وايي، په همدې خاطر که لازمه مشوره هم نه وي تصیم لري له اتمر څخه ملاتړ وکړي او دا ملاتړ له شخص څخه نه بلکې د نظام د جوړښت له بدلون څخه دی.

هغه وايي«که صدارت رامنځ ته نه شي نو زه حقیر او فقیر به په هېڅ صورت د چا معاون نه شم کېدای، د اشرف غني پلاوی ځي راځي خو خبره یې دا ده، چې د نظام د جوړښت بدلون نه مني قصه خلاصه ده.»

قانوني وايي، په دې منځ کې هغه کس چې د ډاکتر عبدالله په هڅونه یې له غني سره معامله کړې هغه صلاح الدین دی او هغه د جمعیت له پرېکړې او دا چې څوک په جریان کې واچوي، پرته د غني لور ته ورغلی دی.

د پخواني ولسمشر پخوانی مرستیال قانوني زیاتوي،«چا چې دا تحریک کړی هغه ډاکتر دی، هغه فکر کوي، چې صلاح الدین د مرستیالۍ لپاره ورشي، تاجیکان به و وېشل شي، جمعیت به وباشل شي او اجرائیه ریاست به ده ته پاتې شي، صلاح الدین معامله کړې، نور د جمعیت ټوله شورا غت او واړه پرته له ځینو کسانو تصمم دا دی چې د نظام جوړښت باید بدلون وکړي او دا زموږ سره اتمر منلې ده، نن او سبا نه اعلانېږي، مشورې روانې دي او قصه راتلونکې اوونۍ ته پاتې ده.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي