۰
د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون:

خوست کې د سفر یو قطعې قوماندان باید محاکمه شي

یکشنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۶
د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون وايي، خوست ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د صفر یو قطعې قوماندان باید محاکمه شي.
خوست کې د سفر یو قطعې قوماندان باید محاکمه شي
د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون وايي، خوست ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو د صفر یو قطعې قوماندان باید محاکمه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون ځکه د دغه قوماندان د محاکمه کېدو غوښتنه کوي، چې وايي، هغه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د یو لړ شپنیو عملیاتو پر مهال ۱۲ تنه ملکي وګړي په قصدي ډول وژلي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رییس حنیف حنفي چې نن یکشنبې د مرغومي ۱۶ مه یې د زرمت د پېښې په اړه د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکولو و ویل، چې په دې ولسوالۍ کې د صفر یو قطعې له خوا په شویو عملیاتو کې ۱۲تنه ملکي وګړي په ډېره بې رحمۍ او ظالمانه شکل وژل شوي دي.

هغه و ویل«زموږ د کمېسیون څېړنې ښيي، چې د صفر یو قطعې قوماندان نعمت الله تڼوال په زرمت ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ نارینه را ایستلي او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې یې د بې غږه تومانچې په ډزو وژلي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون رییس وايي، د صفر یو قطعې په دې عملیاتو کې قومي مشر حاجی نعیم خان، د هغې درې زامن او ۹ تنه نور د کورنۍ غړي یې وژل شوي دي.

نوموړي وايي، د عملیاتو په اړه سیمه ییز چارواکي نه دي خبر کړای شوي او دا عملیات په خپل سر د صفر یو قطعې له خوا تر سره شوي دي.

د حنفي په وینا د سیمې له خلکو سره د لیدونو او پوښتنو پر مهال هغوی د مشرانو جرګې ورغلي پلاوي ته ویلي، چې نعمت الله تڼیوال باید محاکمه شي.

د دغه راپور تر اورېدو وروسته د مشرانو جرګې رییس یاد موضوع رای اچونې ته وړاندې کړه، چې سناتوران د رایو په اکثریت سره د صفر یو قطعې د قوماندان نعمت الله تڼیوال د محاکمې غوښتنه وکړه.

د مشرانو جرګې رییس حکومت ته په خطاب کې و ویل تاسو هر وخت وایۍ چې موږ د جنګسالارونو مخه نیوي، خو اوس د هغه کسانو مخه ونیسي، چې د دولت پر وسلې او د دولت پر امکاناتو خلک وژني.

هغه له حکومته دا غوښتنه هم وکړه، چې د خوست د صفر یو قطعې قوماندان نعمت الله تڼیوال د ملکي وګړو د وژنې په تور باید عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي