مشرانو جرګې د یو شمېر حقوق پوهانو هغه څرګندونو ته په غبرګون کې چې د دغه جرګې دوې برخې غړي یې غیرقانوني بللي وو غبرګون وښوده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتورانو د نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مې په غونده کې د حقوق پوهانو دغه څرګندونو ته په غبرګون کې و ویل، چې دغه شمېر حقوق پوهان کافي معلومات نه لري.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار و ویل، ځینې دوستان چې ځانونو ته حقوق پوهان وايي او د سنا جرګې د کار دوام یې غیر قانوني بللی، پوره پوه نه لري او معلومات یې ناسم دي.
ښاغلي مسلم یار و ویل، چې یو په درېمه د مشرانو جرګې غړي د ولایتي شوراګانو له خوا دغه جرګې ته معرفي شوي چې کاري موده یې لا هم پاتې ده.
نوموړي وايي، که چېرې د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت هم تر سره نه شي د سناتورانو د کار دوام به قانوني وي ځکه هغه وخت به ملامت د ټاکنو کمېسیون وي.
مسلم یار د مشرانو جرګې یو په درېیمه یوه بله برخه انتصابي سناتوران وبلل، چې په وینا یې د ولسمشر په فرمان راغلي او د همدې فرمان پر اساس د ده د کار موده هم ۹ میاشتې لا پاتې ده.
یو شمېر نورو سناتورانو هم د ځینې حقوق پوهانو دغه ادعا غیر موجه وبلله او ټینګار یې دا و، چې دوی د ولسوالیو شوراګانو د پر وخت ټاکنو غوښتونکي او دا د ټاکنو کمېسیون له مسوولیتونو څخه دي.
باید و ویل شي، چې په اوس وخت کې د مشرانو جرګې یو په درېیمه برخه انتصابي، یو په درېیمه برخه یې له ولایتي شوراګانو معرفي شوي سناتوران او د ولسوالیو شوراګانو د سناتورانو ځای تر اوسه خالي پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون یو شمېر حقوق پوهانو، د مدني ټولنې غړو او ښوونکو د مشرانو جرګې د دوه برخې سناتورانو د کار دوام غیر قانوني وباله او له حکومته یې وغوښتل، چې امتیازات پرې قطع کړي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني