۰

سرپل کې ۴۳ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۴۳ افغان امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرپل کې ۴۳ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، سرپل ولایت کې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۴۳ افغان امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي لسګونه وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و، چې جګړې تر نن سه شنبې د مرغومي ۱۱ مې سهار پورې دوام درلود.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي وسله والو طالبانو د صیاد ولسوالۍ د روستای قشقري سیمو کې د تېلو د زخیرو د نیولو په موخه دغه بریدونه کړي وو.

نوموړي و ویل، چې د طالبانو په بریدونو کې کابو ۲۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا دغه سرتېري ملي او سیمه ییز پولیس، ملي امنیت او محافظت عامه کسان دي، چې د تېلو زخیزو د امنیت مسؤلیت یې درلود.

د سرپل د والي ویاند زیاتوي، چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو هم په صیاد ولسوالۍ کې د جګړې پخلي او په کې د نېږدې ۵۰ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي