د طالبانو پلاوي تهران کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره کتلي

10 جدی 1397 ساعت 14:23

ایراني چارواکو تایید کړه، چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی تهران ته ورغلی او د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.


ایراني چارواکو تایید کړه، چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی تهران ته ورغلی او د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر عباس عراقچي سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو پلاوی پرون یکشنبې د زمري ۹ مه تهران ته تللی و، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي په یوه د عباس عراقچي په مشرۍ یې له ایراني پلاوي سره خبرې وکړې.

قاسمي په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د ایراني چارواکو او طالب استازو تر منځ خبرې مهمې وې او موخه یې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرول دي.

د طالبانو استازي پر داسې مهال ایران ته سفر او له ایراني چارواکو سره خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې د ایران د ملي امنیت شورا سلاکار علي شمخاني کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې تایید کړه، چې هېواد یې له طالبانو سره اړیکې لري.

خو په وینا یې دغه اړیکې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټنګښت په موخه دي.

طالب استازي پر داسې مهال ایران ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي جنورۍ میاشت کې د افغان سولې په تړاو د سعودي عربستان په جده ښار کې یوه غونده جوړه شي.

وړاندې ویل کېدل، چې طالبان به په دغه غونډه کې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او د سعودي پاچا ملک سلمان هم په یوه تلېفوني اړیکه کې ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی و، چې د سولې په برخه کې به همکاري وکړي، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سعودي په ناسته کې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو تر سره کولو نه انکار وکړ.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي و، چې د خبرو په اړه یې دریځ پخوانی دی او دوی به د سعودي په غونډه کې د افغان حکومت له پلاوي سره خبرې ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com