۰

د کرکټ نړیوال جام کپ بامیانو ولایت ته ورسېده

پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۲
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو کپ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کرکټ بورډ د چارواکو او لوبغاړو له خوا بامیانو ولایت ته ورسېده.
د کرکټ نړیوال جام کپ بامیانو ولایت ته ورسېده
د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو کپ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د کرکټ بورډ د چارواکو او لوبغاړو له خوا بامیانو ولایت ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کپ پرون چهارشنبې د مرغومي ۵ مه له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شوي او نن پنشنبې بامیانو ولایت ته ولېږدول شو.

په کابل کې له دغه کپ تود هرکلی وشو د مشرانو جرګې د رییس په ګډون ګڼ چارواکي، د کرکت بورډ مسوولین، د کرکټ ملي لوبغاړي، او لسګونه مینه وال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.

کابل ته تر رسېدو وروسته دغه جام د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولسمشر غني ته او له هغې وروسته دارالامان ماڼۍ ته یووړل شو.

د کرکټ بورډ چارواکو له دې وروسته دغه کپ بامیانو ولایت ته یووړ چې هلته د بامیاني ولس له تود هرکلي سره مخ شو او ځانګړي مراسم یې ورته نیولي وو.

هلته د کرکټ مینه وال، تنګي ماشومان، نجونې او زرګونه بامیاني  ولس ګلونه په لاس ورته ولاړ و او په چکچکو یې له کپ او کرکټ له مسوولینو او لوبغاړو هرکلی وکړ.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي بامیان ولایت ته د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام لېږد، سپورټ او په ځانګړي ډول د کرکټ لوبې ته د خلکو هڅونه ښيي.

د کرکټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي، بامیان په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته و ویل، چې د بامیان په ولایت کې به په نړیوالو معیارونو برابر د کرکټ یو لوبغالی جوړ شي.

هغه د بامیان ولایت له ځوانانو وغوښتل، چې کرکټ ته مخه وکړي او د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم غړیتوب تر لاسه کړي.

په ورته وخت د بامیان والي محمد طاهر زهیر د کرکټ بورډ له چارواکو وغوښتل، چې په بامیان ولایت کې دې د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړ کړي.

ښاغلي زهیر وویل چې افغانستان او بامیان ته د د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال ور وړل د یو ملي جشن د جوړیدو سبب شوی دی، د کرکټ ملي ټیم د افغانستان او د بامیان ټیم دی.

ټاکل شوې، چې نن د غرمې وروسته به د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام د بودا د مجسمې په سیمه کې د خلکو لپاره نندارې ته کیښودل شي.

باید و ویل شي، چې دغه کپ به له بامیانو کندهار او هرات ولایتونو ته هم ولېږدول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي