۰
ولسمشرغني د کرکټ ملي لوبغاړو ته!

حکومت به له تاسو اتلانو خپل امکانات ونه سپموي

چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان کرکټ ملي لوبغاړي رښتني اتلان وبلل او ویې ویل، چې حکومت به خپل امکانات له دې اتلانو ونه سپموي.
حکومت به له تاسو اتلانو خپل امکانات ونه سپموي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان کرکټ ملي لوبغاړي رښتني اتلان وبلل او ویې ویل، چې حکومت به خپل امکانات له دې اتلانو ونه سپموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام سیالیو د کپ راوړلو په مراسمو کې وکړې.

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو کپ نن چهارشنبې د مرغومي ۵ مه شاوخوا اته بجې د کرکټ بورډ د چارواکو له خوا له متحده عربي اماراتو کابل ته راوړل شو.

د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د دغه کپ د هرکلي لپاره مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د کرکټ بورډ عمومي رييس حاجي عزيز الله فضلي، نور چارواکي، ملي لوبغاړي او لسګونه مینه وال ورغلي وو.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام کپ هرکلی د مینه والو له خوا په ډولو او اتڼونو وشوو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر عزيز الله فضلي هېوادوالو ته د مبارکۍ تر څنګ و ویل، دا وياړ ځاى دى چې نړيوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په چار چنار ماڼۍ کې افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام راوړلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې افغان لوبغاړي ملي اتلان وبلل او زیاته یې کړه چې حکومت خپل امکانات له دې اتلانو درېغ نه کړي.

نوموړي افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام دوه ځلي راوړلو په یادولو سره هیله وښوده ده چې افغان لوبغاړي به یې په خپلو کارنامو بیا بیا افغانستان ته راوړي.

باید و ویل شي، چې د کرکټ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام کپ به درې ورځې افغانستان کې وي، چې بامیانو، هرات او کندهار ولایتونو ته به هم یووړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي