۰

اندونیزیا کې سونامي ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

یکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د اندونیزیا د تنګه سوندا ټاکو کې سونامي لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه تنه تري تم شوي هم دي.
اندونیزیا کې سونامي ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د اندونیزیا د تنګه سوندا ټاکو کې سونامي لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې دوه تنه تري تم شوي هم دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اندونیزیا اعلان کړي، چې دغه سونامي د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې  اورشېندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځ ته کړې او بیا ناڅاپه نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه د استوګنې پر سیمو ورغلي دي.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو مدیریت مشر په خپل ټویټر ویلي، چې په دې سونامي کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې اغېزمنې کړې او د چارواکو په خبره ښايي د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې سپټمبر میاشتې په ورستیو کې، د اندونیزیا په یو بل ښار کې له سونامي رامنځ ته شوې ۷،۵ درجې زلزلې شاوخوا دو زره کسان وژلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي