سیمه ییز اوسېدونکي وايي، پکتیا ولایت کې پر یوه کور د راکټ د لګېدو له امله د یادې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د لیندۍ ۲۴ مه د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند په ابراهیم خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د سیمې خلک وايي، په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته وه، چې یو راکټ په یوه کور ولګېدو او یاده مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا په دې پېښه کې د یادې کورنۍ دوه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او څلور غړي یې ټپیان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، راکټ د افغان امنیتي ځواکونو له خوا توغول شوی و، خو د پکتیا امنیتي چارواکو ویلي په سیمه کې جګړه روانه او تر اوسه معلومه نه دهو چې مرمۍ د چا له خوا توغول شوې ده.
جمهورخبري آژانس:پکتیا