نړیوال بانک له پاکستان سره ۲۵۰ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته لغوه کړې

21 قوس 1397 ساعت 10:17

پاکستانۍ رسنۍ وايي، نړیوال بانک له پاکستان سره کېدونکې ۲۵۰ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته، د دغه هېواد د کړکېچن وضعیت له امله لغوه کړې ده.


پاکستانۍ رسنۍ وايي، نړیوال بانک له پاکستان سره کېدونکې ۲۵۰ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته، د دغه هېواد د کړکېچن وضعیت له امله لغوه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې ویلي، په پام کې وه، نړیوال بانک له پاکستان سره د طبعي پېښو سره د مبارزې او مالي ظرفیت د لوړ والي په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالر پور ورکړي.

خو په وینا یې د پاکستان او آی اېم اف یا د پیسو د نړیوال صندوق د استازو تر منځ د بې نتیجې خبرو وروسته نړیوال بانک پاکستان ته د ۲۵۰ میلیونه ډالرو بېړني پور ورکړه لغوه کړه.

په ورته وخت کې اکسپرېس ترېبیون ویلي ټاکل شوې وه، چې د همدې مرستیو د ورکړې په تړاو د نړیوال بانک یو پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې، خو د دې هېواد د کړکېچن حالت له امله دغه سفر هم لغوه شوی دی.

خو د نړیوال بانک یوه ویاند ویلي، چې پاکستان ته د دوی د پلاوی د سفر لغوه کېدل، د ای اېم اف او پاکستان د استازو په خبرو پورې هېڅ تړاو نه لري، بلکې دغه سفر د داخلي دلایلو له امله لغوه شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111235

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111235/

جمهور
  https://www.jomhornews.com