۰

نړیوال بانک له پاکستان سره ۲۵۰ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته لغوه کړې

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
پاکستانۍ رسنۍ وايي، نړیوال بانک له پاکستان سره کېدونکې ۲۵۰ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته، د دغه هېواد د کړکېچن وضعیت له امله لغوه کړې ده.
نړیوال بانک له پاکستان سره ۲۵۰ میلیون ډالر بېړنۍ مرسته لغوه کړې
پاکستانۍ رسنۍ وايي، نړیوال بانک له پاکستان سره کېدونکې ۲۵۰ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته، د دغه هېواد د کړکېچن وضعیت له امله لغوه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستانۍ اکسپرس ترېبیون ورځپاڼې ویلي، په پام کې وه، نړیوال بانک له پاکستان سره د طبعي پېښو سره د مبارزې او مالي ظرفیت د لوړ والي په موخه ۲۵۰ میلیونه ډالر پور ورکړي.

خو په وینا یې د پاکستان او آی اېم اف یا د پیسو د نړیوال صندوق د استازو تر منځ د بې نتیجې خبرو وروسته نړیوال بانک پاکستان ته د ۲۵۰ میلیونه ډالرو بېړني پور ورکړه لغوه کړه.

په ورته وخت کې اکسپرېس ترېبیون ویلي ټاکل شوې وه، چې د همدې مرستیو د ورکړې په تړاو د نړیوال بانک یو پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې، خو د دې هېواد د کړکېچن حالت له امله دغه سفر هم لغوه شوی دی.

خو د نړیوال بانک یوه ویاند ویلي، چې پاکستان ته د دوی د پلاوی د سفر لغوه کېدل، د ای اېم اف او پاکستان د استازو په خبرو پورې هېڅ تړاو نه لري، بلکې دغه سفر د داخلي دلایلو له امله لغوه شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي