۰
ډیلي ټایمز:

ملګري ملتونه باید له افغانستان بهرني لاسونه لنډ کړي

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي.
ملګري ملتونه باید له افغانستان بهرني لاسونه لنډ کړي
ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ټینګار کړی تر څو چې افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه درناوی نه وي شوی په دغه هېواد کې په جګړه روانه وي.

په دغه مطلب کې وړاندې ویل شوي اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ملګري ملتونه خپل ارزښت په ډاګه په افغانستان کې خپلې تېرې نیمګرتیاوې جبران کړي.

د مطلب د لیکوال په وینا ملګري ملتونه باید په افغانستان کې بهرني لاسونه لنډ کړي تر څو په دې توګه د افغان وینه تویېدنه بند او سوله راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي