۰

ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی

شنبی ۱۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۵
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو د مطبوعاتي مسوول او دوه نورو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د داعش مطبوعاتي مسوول نیول شوی دی
سیمه ییز چارواکي ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو د مطبوعاتي مسوول او دوه نورو داعشیانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار له مطبوعاتي دفتره نن شنبې د لیندۍ ۱۷ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د داعش مطبوعاتي مسوول سره له دوه ملګرو نیول شوی او دا مهال تر پلټنو لاندې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د داعش نیول شوی مطبوعاتي مسوول ایوبي نوم ښودلی او به اکرام باندې هم مشهور دی.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ویلي، دوه نور کسان رېکشه چلوونکی اجمل چې د داعش د غړو د لېږد مسوولیت لري او شمس الحق چې په لونګین مشهور دی، د د لوړ پوړو کسانو د لار څارلو مسوول دی.

دغه دفتر زیاتوي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا مهال ترې نورې پلټنې هم روانې دي.

داعش تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي