د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د زلمي خلیلزاد او روسي چارواکو تر لیدونو وروسته ویلي مسکو او واشګټن دواړه د افغان سولې لپاره هڅه کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د تېرې پنشنبې په ورځ د افغان سولې په تړاو د خبرو په موخه له کابله مسکو ته ولاړ.
زلمي خلیلزاد پرون جمعه د لیندۍ ۱۶ مه مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ایګور موګولوف او د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
د روسیې د بهرنیو چاروو وزارت وايي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان پر روانو حالاتو او خبرواترو ته د ښکېلو افغان خواوو په هڅولو کې د روسیې او امریکا پر رول خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په غونډو کې د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره د اسانتیاوو په پیلولو کې د امریکا او روسیې همکارۍ وارزول شوې.
روسي رسنۍ وايي، مسکو او واشنګټن دواړه د خبرواترو له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل