۰

افغانستان او چین د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
افغان او چنیايي چارواکو کابل کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر مټ به یې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.
افغانستان او چین د سوداګرۍ د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
افغان او چنیايي چارواکو کابل کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې پر مټ به یې د دغه دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه هوکړه لیک نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه کابل کې د افغانستان د مالیې وزارت د سرپرستې کامله صدیقي او د چین د بازارونو د تنظیم د وزیر ژینګ ماو تر منځ لاسلیک شوه.

د افغانستان د مالیې وزرات سرپرستې مېرمن صدیقي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې و ویل، چې د دې هوکړه لیک موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزه راکړې ورکړې زیاتېده او دغه رازد افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې د چین پاګونه ده.

نوموړې ټینګار وکړ او تمه یې وښوده، چې د دې هوکړه لیک په امضا سره به د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه او سوداګري به زیاته شي.

د هغې په وینا افغان حکومت هڅه کوي، چې په دې ډول کارونو سره چین دې ته وهڅوي تر څو په افغانستان کې خپله پانګونه زیاته کړي.

په ورته وخت کې د چین د بازار جوړونې د تنظیم وزیر ژینګ ماو و ویل هېواد یې ژمن دی، چې په افغانستان کې د وړو کاربارونو یا کوچنیو تشبثاتو پراختیا په برخه کې خپله پانګونه زیاته کړي.

نوموړي د افغانستان او چین خپل منځي اړیکې خورا ښې وبللې او زیاته یې کړه، چې د همدې اوږدو اړیکو لرلو له امله دواړه هېوادونه کولای شي د اقتصادي پیاوړتیا له پاره نور هم کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي په ۲۰۱۷ کال کې د افغان او چین تر منځ سوداګري له ۱.۱ میلیارد ډالرو لوړه و او نوره هم د زیاتېدو په حال کې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي