۰

بهرنیو ځواکونو فراه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي

یکشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو فراه ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي او ۲۰ تنه یې ترې وژلي دي.
بهرنیو ځواکونو فراه کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو فراه ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي او ۲۰ تنه یې ترې وژلي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب جمهور خبري آژانس ته و ویل بهرنیو ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فراه په پشتکوه، اناردرې ولسوالیو او فراه ښار کې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پشتکوه ولسوالۍ په غور او انجیرات سیمو کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د اناردرې ولسوالۍ په بابور دښته کې پر طالبانو د هوايي برید په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، چې په کې د دغه ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول ملا عبدالله هم شامل دی.

بل خوا محب زیاتوي، چې فراه ښار ته څېرمه بیا په یوه برید کې بهرنیو ځواکونو هغه طالب وسله وال په نښه کړی، چې غوښتل یې د سړک د غاړې ماین خښ کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:یحی فولادي
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي