۰
د لوړو زده کړو وزیر:

د کابل پوهنتون د لیلیې په پېښه کې ځینې وکیلان لاس لري

یکشنبه ۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
د لوړو زده کړو وزیر وايي، د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې د محصلینو ترمنځ په شوې شخړه کې د ولسي جرګې د ځینو استازو لاس دی.
د کابل پوهنتون د لیلیې په پېښه کې ځینې وکیلان لاس لري
د لوړو زده کړو وزیر وايي، د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې د محصلینو ترمنځ په شوې شخړه کې د ولسي جرګې د ځینو استازو لاس دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري چې د همدې پېښې په تړاو مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوی و، دغه څرګندونې د جرګې د نن یکشنبې د لیندۍ څلورمې په عمومي غونډه کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل«په لیلیه کې د محصلینو تر منځ شخړه کې د ولسي جرګې ځینې استازي لاس لري، که اړتیا شوه نومونه به یې هم په ډاګه کړم»

خو کله چې سناتورانو ټنګار وکړ، چې د دغه کسانو نومونه باید واخستل شي وزیر له نوم اخستلو ډډه وکړه او ویې ویل، چې په دې پېښه کې د ولسي جرګې د ځینو استازو په ګډون ۱۳ تنه لاس لري، چې نومونه یې د ملي امنیت سره شته او ښه ده، چې د هغوی له خوا خپاره شي.

وزیر و ویل، چې په لیلیه کې د یوې شخړې د رامنځ ته کولو له پاره ان له ۲۰ ورځو وړاندې هڅې روانې وې او ځینو وکیلانو بیرون له یو شمېر محصلانو سره په دې اړه خبرې کړې وې، چې په اړه یې کافي اسناد هم شته.

نوموړي د لیلیې د شخړې په اړه و ویل، چې دوی د پېښې د رامنځ ته کېدو سره سمدستي لاس په کار شوي او پېښه یې کنټرول کړه خو دغه پېښې ته له بېرونه داسې لمن وهل کېده.

د هغه په وینا په بېرونه کې دا شخړه داسې تازه کېده چې ګڼې د خوشحالخان، هوتخېلو، رحمان بابا او محمود هوتکي لیلیو پښتنو زده کوونکو په کابل لیلیې برید کړی او هزاره وژني.

له بلې خوا پښتو محصلینو ته ویل کېدل، چې ګنې دشت برچي، قلعه شادې او ځينو نورو هزاره مېشتو سیمو هزاره ګانو په لیلیه برید کړی او پښتانه محصلین وژني.

د هغه په وینا په دغه پېښه کې په لیلیه کې هېچا ته زیان نه دی اوښتی خو دا خبره بېرون غټه کړای شوې او مرګ ژوبله هم بېرون رامنځ ته شوې ده.

نوموړي و ویل، چې د دغه ستونزې د مخنیوي او نه تکرار له پاره لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لیلیو طرحه تر پلان لاندې نیولې ده.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد عالم اېزدیار و ویل، چې د دغه پېښې په اړه باید عادلانه او شفافې څېړنې وشي او هغه کسانو چې له بېرون نه یې لمن ورته وهله باید وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي