۰

بادغیس کې د ملي امنیت او طالبانو تر منځ نښته شوې

شنبی ۳ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
بادغیس ولایت کې د ملي امنیت او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې مرګ ژوبله نه لري، خو تر نښتې وروسته د طالبانو په برید کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
بادغیس کې د ملي امنیت او طالبانو تر منځ نښته شوې
بادغیس ولایت کې د ملي امنیت او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې مرګ ژوبله نه لري، خو تر نښتې وروسته د طالبانو په برید کې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي ناصر نظري جمهور خبري آژانس ته  و ویل، دغه نښته نن شنبې د لیندۍ۳ مه سهار وختي د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نور او قادس ولسوالۍ تر منځ د قرچغي په سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده سیمه کې د ملي امنیت یو کاروان د طالبانو په کمین کېوت چې ورسره نښته پیل شوه خو دواړو لورو مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دی وايي، تر دغه نښتې وروسته طالبانو په یوه مسافر وړونکي موټر ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي او مرکز قلعه نو ملکي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی دا هم وايي، وسله والو طالبانو ۱۰ تنه زده کوونکي، چې له قادس څخه قعله نو ته روان و هم نیولي خو تر څو ساعتونو وروسته یې خوشي کړي دي.

د والي ویاند جمشید شهابي د دغه پېښې په اړه بې خبري وښوده او وسله والو طالبانو هم تر اوسه پرې غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي