نامعلومه وسله والو بلخ کې د سینما یو هنرمند وژلی دی

26 عقرب 1397 ساعت 11:21

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه موټر سایکل سرو وسله والو یو افغان هرمند او ممثل په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه موټر سایکل سرو وسله والو یو افغان هرمند او ممثل په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د لړم ۲۵ مه ماښام مهال د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د تاشقرغان تنګي په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بلخ امنیه قوماندان محمد اکرم سامع وايي، وژل شوی هنرمند او ممثل قدوس فرهمند نومېږي او خلم ولسوالۍ ته د تفریح له پاره تللی وو.

د هغه په وینا نوموړی د ورځې په پای کې له دغه ولسوالۍ مزرا شریف ښار ته په لاره و، چې تاشقرغان تنګي سیمه کې موټرسایکل سپرو وسله والو وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې قاتلین په تېښته بریالي شوي خو پولیسو یې د نیولو پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه د پېښې رامنځ ته کېدو اصلي انګېزه نه ده جوته شوې، خو امنیه قوماندان وايي، ښايي د شخصي اختلافاتو له امله شوي وي.

د پېښې د څېړلو له پاره یو پلاوی سیمې ته لېږل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 110338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com