د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو تر منځ شخړه رامنځ ته شوې

24 عقرب 1397 ساعت 14:10

د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي، چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یو شمېر محصیلینو تر منځ شخړه شوې ده.


د لوړو زده کړو وزارت تاییدوي، چې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یو شمېر محصیلینو تر منځ شخړه شوې ده.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین جمهور خبري آژانس ته د ویل، چې دغه شخړه نن پنشنبې د لړم ۲۴ مه کابل لیلیه کې رامنځ ته شوې.

هغه د شخړې د رامنځ ته کېدو د لامل په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه هغه څه چې په خواله رسنیو خپاره شوي او دغه شخړه یې قومي بللې ناسم او دا شخړه قومي نه ده.

امین وایي، د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتونو د قوانینو او لایحو له مخې هیڅ سیاسي او قومي فعالیت ته په پوهنتونو کې اجازه نه ده ورکړل شوې او نه هم ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې د محصیلینو تر منځ رامنځ ته شوې شخړه د پولیسو په مداخلې سره پای ته رسېدلې او د موضوع د څېړلو له پاره لوړو زده کړو وزارت یو پلاوی ورلېږلی دی.

کابل پولیسو هم په کابل لیلیه کې د شخړې رامنځ ته کېدو خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د اوضاع کابو کولو له پاره د پولیسو د چټک غبرګون ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایي، د شخړې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم خو د پوهنتو د قوماندان د معلوماتو له مخې د څو محصیلینو تر منځ د ډوډۍ خوړلو په لویه خونه کې څه جنجال رامنځ ته شوی دی.  

په ورته وخت د کابل پوهنتون د لیلې سره نېږدې د ډزو غږونه اورېدل کېږي، خو د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، ښايي پولیسو د خلکو د پاشلو په خاطر هوايي ډزې کړې وي.

ځینې راپورونه بیا وایي، یو شمېر محصلینو غوښتل د غزني د جګړې په غبرګون کې لاریون وکړي، چې د ځينو نورو محصیلینو له مخالفت سره مخ شوي دي.

ها خوا بیا ځینې عیني شاهدان وايي، په لیلیه کې د محصیلینو تر منځ شخره کې یو تن وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي، خو رسیمې سرچینو دغه ادعا تایید نه کړه.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصیلینو تر منځ د ځینو قومي، مذهبي، سمتي او ژبنیو توپیرونو پر سره نښتې رامنځ ته شوې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 110318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/110318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com