۰

کابل کې د داعش پاکستاني، ترکي او تاجکستاني غړي نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۰
د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې د دریو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې د پاکستان، ترکیې او تاجکستان وګړي دي.
کابل کې د داعش پاکستاني، ترکي او تاجکستاني غړي نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې د دریو غړو د نیول کېدو خبر ورکړی، چې د پاکستان، ترکیې او تاجکستان وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ریاست نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د داعش دغه غړي په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې په کابل ښار کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي د داعش نیول شوي غړي نورالله د آدم علمي زوی د ترکیې، نور محمد د شاکر زوی د تاجکستان او محمد افضل د نعمت الله زوی د پاکستان وګړي دي.

ملي امنیت ریاست وایي، نیول شویو کسانو پر دې اعتراف کړی، چې څه ډول له داعش ډلې سره یو ځای شول.

بل خوا د ملي امنیت ریاست په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د ډلې ۵ غړي هم نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه داعشي او طالب غړي کابل ته د ننه شوي و تر څو دلته په نظامي او ملکي هدفونو بریدونه او چاودنې وکړي، خو ملي امنیت موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي