مشرانو جرګې په هېواد کې پر وروستیو ناامینو اندېښنه وښوده او پر حکومت په ځانګړي ډول په امنیتي چارواکو یې غږ وکړ، چې د غفلت له خوبه پاڅي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو د نن سه شنبې د لړم ۲۲ مې په عمومي غونده کې و حکومت او امنیتي چارواکي له ولس څخه په نه دفاع تورن کړل او ویې ویل، چې امنیتي چارواکي باید د غلفت له خوبه پورته شي ځکه د هېواد امنیتي حالت ترینګلي دي.
د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار و ویل، چې له فاریاب تر پکتیا، پکتیکا، فراه او اروزګان پورې د وسله والو بریدونو زور اخیستی او دښمن سپین سترګی شوی دی.
نوموړي و ویل، چې امنیتي چارواکي په دې برخه کې مسوول دي، چې باید د خلکو امنیت خوندي او پوښتنو ته یې ځواب و وايي.
د جرګې غړي زلمي زابلي هم ورته څرګندونې درلودې او ویې ویل، چې د غزني په اندړو کې نېږدې ۲۵۰ سرتېرو خوراکي توکي او امکانات تمام کړي چې باید بېړنۍ مرسته یې وشي.
دغه راز د جرګې یو بل غړي عبدالعظیم قویاش و ویل، چې د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده شوې، او که بېړنۍ مرسته ور ونه رسېږي، دغه ولسوالي به سقوط وکړي.
مشرانو جرګې په دغه غونده کې تصمیم ونیو، چې د امنیتي پېښو په تړاو به د امنیتی ارګانونو چارواکي د جرګې غونډې ته وروبولي.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني