۰
مشرانو جرګه:

د سولې خبرې له تړلو کوټو راوباسۍ، امریکا له طالبانو سره پر څه هوکړه کړې

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
مشرانو جرګه د افغانستان له سیاسي مشرانو سره د زلمي خلیلزاد لیدونو ته په کتو وایي، د سولې خبرې باید له تړلو دروازو راووځي.
د سولې خبرې له تړلو کوټو راوباسۍ، امریکا له طالبانو سره پر څه هوکړه کړې
مشرانو جرګه د افغانستان له سیاسي مشرانو سره د زلمي خلیلزاد لیدونو ته په کتو وایي، د سولې خبرې باید له تړلو دروازو راووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې د نن سه شنبې لړم ۲۲ مې په غونډه کې ویل، سوله د افغان ولس لومړنۍ غوښتنه ده، خو دا باید ولس ته روښانه شي، چې امریکا له طالبانو سره پر څه هوکړې ته رسېدلې؟

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار و ویل، که چېرې د سولې په تړاو خبرې او پرمختګونه له ولس سره شریک نه کړای شي، نو د مسلې دا بل اړخ به د سولې په وړاندې راپورته شي.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان جګړه وړه مساله نه ده، او د ضمیرکابلوف له دې څرګندونو چې امریکا په افغانستان کې تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته ناکامه ده، د روسیې او امریکا د سیالۍ ښکارندويي کوي.

د مشرانو جرګې د امریکا او روسیې تر منځ پر افغانستان سیالي خورا خطرناکه وبلله او ټینګار یې وکړ، که چېرته دغه سیالي په همږۍ بدله نه شي افغانستان به دوهمه سوریه شي.

د جرګې یو غړي زلمي زابلي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې زلمي خلیلزاد کور په کور پر افغان مشرانو ګرځي، خو تراوسه دا نه ده جوته شوې، چې دوی د سولې په برخه کې څه سره وايي.

نوموړي د د راپور په اړه چې امریکا غواړي د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډېږي وايي، که چېرته دغه څه له طالبانو سره تر تفاهم وروسته شوي وي ښه ده، چې هغوی هم په راتلونکي حکومت کې برخه ولري او که نه هېڅ منطق نه لري.

په مشرانو جرګه کې د نیمروز استازي نادر بلوچ وویل، چې د خلیلزاد د لیدونو او د سولې په اړه ټول معلومات باید له ملي شورا او د سولې عالي شورا سره شریک کړای شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي