۰
ولسمشر غني:

سولې ته نېږدې شوي یو او ډېر ژر به له طالبانو سره سولې تړون رامنځ ته شي

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوي او ډېر ژر به د ولس په خوښه له طالبانو سهر د سولې تړون رامنځ ته شي.
سولې ته نېږدې شوي یو او ډېر ژر به له طالبانو سره سولې تړون رامنځ ته شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوي او ډېر ژر به د ولس په خوښه له طالبانو سهر د سولې تړون رامنځ ته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د لړم ۲۱ مه ماښام جان هاپکینز پوهنتون ته د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې دي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، اوس خبره له مګر وتلې او پر دې بحث روان دی، چې کله به حکومت او طالبنو تر منځ د امن او سولې یو تړون رامنځ ته کېږي.

ولسمشر په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې پخوا یې هم د افغانستان په سوله کې د پاکستان مخالفت کړی او اوس په همدې دریځ ولاړ دی.

د هغه وايي، که پاکستان د افغانستان په سوله کې مداخله وکړي او یا هم صلاحیت ورکړل شي، نو د افغانستان روانه جګړه به کلونه نور هم دوام وکړي.

ښاغلي غني ویلي، د ده حکومت هڅه کوي چې له طالبانو سره سوله وکړي او طالبانو هم له هغه حکومت سره چې غیر مشروع‌یې بولي مستقیمو خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.

ولشمشر ټینګار کړی، چې افغانستان سولې ته نېږدې شوي دي او ډېر ژر به واضح او د افغانانو په خوښه له طالبانو سره د سولې تړون رامنځ ته شي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بل خوا ولسمشر غني افغانستان کې وروستیو ناامینو ته په اشارې ویلي، چې طالبان به د جګړې په ډګر کې بریالي نه شي.

د هغه په وینا که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات لوړ شوي، ځکه په دفاعي حالت و، خو له دې سره سره د طالبانو سره د سولې خبرې پر مخ روانې دي.

افغان ولسمشر زیاتوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغان ملي ځواکونو له ۲۸۰۰۰ زیات سرتېري په جګړو کې وژل شول، خو ده ډاډ څرګند کړ چې که افغان پوځ هوايي ځواک او کمانډو ولري، نو کولای شي چې له وسله‌ والو مخالفینو څخه پراخې سیمې ونیسي.

ولسمشر غني پر داسې مهال سولې ته د نېږدې کېدو خبر ورکوي، چې همدا اوس د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هڅې پیل کړې او په پام کې لري، چې د سولې په خاطر د مسکو په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړي.

خلیلزاد په کابل کې پر ولسمشر او اجرائیه رییس سربېره د یو شمېر افغان چارواکو او سیاستوالو سره هم په تېرو دوه ورځو کې لیدلي او د سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي