۰
لوي ملي ائتلاف:

هېواد په جګړه کې سوځي، غني په تاکنیز کمپاین بوخت دی

سی شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۷
لوي ملي ائتلاف هېواد کې وروستیو ناامنیو زیاتېدو ته په اشارې ویلي ډېری سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې، هېواد په جګړه کې سوځي خو ولسمشر غني په غیر قانوني توګه په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دی.
هېواد په جګړه کې سوځي، غني په تاکنیز کمپاین بوخت دی
لوي ملي ائتلاف هېواد کې وروستیو ناامنیو زیاتېدو ته په اشارې ویلي ډېری سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلې، هېواد په جګړه کې سوځي خو ولسمشر غني په غیر قانوني توګه په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ائتلاف نن سه شنبې د لړم ۲۲ مه په خپره کړې خبرباڼه کې زیاته کړې، چې دښمن په اروزګان، غزني، قندوز، فاریاب، سرپل، فراه او بغلان ولایتونو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

ملي ائتلاف د غزني په مالستان او جاغوریو کې د طالبانو د بریدونو له امله د خلکو کډه کولو، د ملکي وګړو وژل کېدو، مالي زیانونو او په همدې تړاو کابل او نورو ولایتونو کې د دغه پېښو په غبرګون کې لاریونو ته اشارې سره ویلي، حکومت د خلکو اساسي غوښتنې ته چې د امنیت خوندیتوب دی مثبت ځواب نه دی ویلی او حکومت یې په کمزوري مدیریت تورن کړی دی.

د ائتلاف په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې پېښو له رامنځ ته کېدو سره ولسمشر او د هغه ټیم له دولتي امکانانو په ګټنې او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په پلمه په بېلا
لوی ملي ائتلاف زیاته کړې«په خواشنس سره چې په تېره یوه میاشت کې زموږ زرګونه هېوادوالو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو امنیتي چارواکو له ولسمشر نه د مېړانې مډالونه او د جنرالۍ رتبې اخلي.»
بېلو ولایتونو کې له وخت وړاندې ټاکنیز کمپاین پیل کړی، چې دا په هېواد کې حاکمو قوانینو خلاف عمل دی.

خبرپانه وایي، په داسې حال کې، چې شته امکانات، که چورلکې دي او که نور تجهیزات د دې پر ځای چې د امنیتي ځواکونو د شهیدان او ټپیانو د لېږد او د ولس د امنیت په برخه کې وکارول شي، د بې وخته او نمایشي ټاکنیزو کمپاینونو په برخه کې ترې ګټه اخستل کېږي.

لوی ملي ائتلاف زیاته کړې«په خواشنس سره چې په تېره یوه میاشت کې زموږ زرګونه هېوادوالو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې، خو امنیتي چارواکو له ولسمشر نه د مېړانې مډالونه او د جنرالۍ رتبې اخلي.»

دوی وايي، په دې وروستیو کې ولسمشر ځینې لوړ دولتی بستونو کې ادلون بدلون هم د ځینو لویو سټو او مخور د ملاتړ جلبولو او د ۱۳۹۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ترې د ګټې اخیستنې په موخه ځانګړي کړي، چې د ولسمشر غني دا کار هم د قانون خلاف عمل دی.

د لوی ملي ائتلاف په خبرپاڼه کې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ترور پېښې ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي، حکومت د دغه پېښې څېړلو ته هېڅ ډول رسېدنه نه ده کړې.

په اعلامیه کې له حکومتي چارواکو جدي غوښتنه شوې، چې ژر تر ژره د خلکو د ځان او مال ساتنې او امنیت په موخه تازه دمي ځواکونه د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو له پاره لاس په کار کوي او دغه راز د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د جګړې د قرباني شویو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي